Yakutian cattle – یاکیوشن غوییز
په ساخا ژبه کې ورته ساکسا ایناګا (Саха ынаҕа) نوم اخلي. سیمه ایز نسل دی. د ساخا په جمهوریت کې یې نسل اخیستل شوی. بې کچې کلک او له هر ډول سړو سره مقاومت کوونکي غوییز دي.
تشرېح
د بدن کچه یې ډېره وړه ده. د غوا د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۲ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د غویي وزن له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینو پښو په ولیو کې قد تر ۱۲۷ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډې ځواکمنې پښې لري. رنګ یې سپین، تور او سور وي. د ښکرونو منځ کې ډېری وخت سور رنګه نسواري رنګ لري. غټه ګېډه او د هاضمې اوږد سیستم یې د دې وړتیا ورکوي چې له وښو او پاڼو زیاته برخه بدن ته جذب کړي. د پوستکي لاندې برخه کې ډېر ژر شحم تولیدوي کوم چې په ژمي کې د وښو د کمي پر وخت بېرته کاروي.
په ژمي کې یا سړه هوا کې یې د بدن وېښته لویږي، د غوا له تیانو سره او د غویي له هګیو سره یې د بدن وړۍ زیاتیږي، بدن یې کافي د حرارت تنظیم او د میټابولېزم کم نرخ لري او یادې چارې له ډېرې سړې هوا سره د مقاومت وړتیا ورکوي. په ۲۰۱۱ کې یو شمېر غواګانې په ټایګا ځنګل کې د څو میاشتو لپاره پرېښودل شوې وې او پرته له پاملرنې یې بقا موندلې وه. په یاد ځنګل کې هوا تر منفي ۴۰ درجو پورې رسیږي.
له لوکوسیس، له نري رنځ او بروسیلوسیس سره مقاومت لري.
له نورو غوییزو سره تړاو
د ختیځې اسیا د تورین غوییزو د منګولیا له تورانو ګروپ سره تړاو لري. ګمان کیږي چې د اوروکس غوییزو د کورني کېدو څلورمه لړۍ ده. همداسې ګمان کیږي چې ممکن ۳۵۰۰۰ کاله وړاندې له لوېدیځ سره نږدې له اوروکس غوییزو رامنځته شوي وي. په سایبیریا کې د منګولیا تورانو غوییزو وروستي پاتې غوییز دي. همداسې په ټوله نړۍ کې هم یوازینی او وروستی د منګولیا تورانو غوییزو پاتې نسل دی.
کارونه
د سیمې خلک یې د شیدو، خوښې او کار لپاره ساتي. له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې شحم ۵ % او پروتین تر ۴.۶۹ % پورې وي. غوښه یې داخل کې شحم لري او له همدې امله یې د غوښې شکل مرمر ته ورته وي.
اوسمهال ټول ۱۲۰۰ غړي پاتي. په دې کې ۵۲۵ غواګانې او ۲۸ د نسل اخیستنې وړ غویان موجود دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!