Achham cattle – اچم غوییز
د زېبو غوییزو نسل دی، د نیپال په اچم سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. واړه غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱ متر کم وي. د (Naumuthe cow) په نامه هم یادیږي. په غونډیو کې له ژوند سره ژر بلدتیا پیدا کوي. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي. د بدن رنګ یې له تور تر سپین پورې شته، رنګ کې یې خړ او نسواري رنګونه هم شته وي. دغوا قد یې تر ۸۸ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې وي، د غویي قد یې تر ۹۷ سانتي او وزن یې تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د نیپال په ډوټي، باجورا، باج هنګ او اچم ولسوالیو کې یې بزګر د شیدو لپاره فارمونو کې ساتي.
Comments
So empty here ... leave a comment!