Afrikaner cattle – افریکنر غوییز
د افریکندر (Africander) په نوم هم یادیږي. د سانګا غوییزو د ګروپ برخه ده. نسل یې په سوېلې افریقا کې اخیستل شوی. په ۱۶۵۲ کال کې چې کله جرمني د کېپ کالونۍ بنسټ کېښود نو سیمه کې خوي خوي خلکو سانګا ته د ورته غوییزو لویې پادې لرلې.
مخینه
د افریکنر نسل ګډ پلرونه ډراکېنزبرګر او اېن ګوني نسلونه دي. ممکن له ۶۵۵ تر۹۶۰ کاله وړاندې ترمنځ یې نسل رامنځته شوی وي. د پرتګال هغو خلکو کیسو کې چې د سمندر له لارې یې سوېلې افریقا ته سفرونه کول ویل شوي چې خوي خوي خلکو په ۱۵ پېړۍ کې افریکنر غوییزو ته ورته غوییز لرل. په ۲۰ پېړۍ کې د دوېمې بویر جګړې پرمهال یې نسل تقریبا له ورکېدو سره مخ شوی وو. له جګړې وروسته یې د نسل د بقا لپاره بیا ځلې هڅې پیل شوې.
په ۱۹۳۲ کال کې متحده ایالتونو ته یوه پاده صادره شوه. په ۱۹۲۹ کال کې دوه غواګانې پنځم جورج پاچا ته ډالۍ شوې او استرالیا ته یې انتقال کړې. استرالیا پنځه نور غوییز په ۱۹۵۳ کې وارد کړل تر څو یې د استرالیا له اقلیم سره د بلدتیا په اړه څېړنې وکړي. د ۲۰ پېړۍ په نیمایي کې هڅه پیل شوه چې نسل کې یې بدلون رامنځته شي او د ملا کوبی یې نور هم کوچنی کړل شي.
تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې په سوېلې افریقا کې تر ټولو زیات ساتل کېدونکي عام غوییز وو. له دې مودې وروسته سیمې ته د براهمن غوییزو وارېدېدلو، له نورو غوییزو سره یې د نسل دوه رګه کېدلو، د بزګرو له پامه غورزېدو یې نسل کم کړ.
ځانګړنې
معمولا تېز سور رنګ کې وي، ملا کې کوچنی کوبی لري. اوږدې پښې او ځواکمنې عضلې لري. اوږده ښکرونه لري خو ډېری وخت انسانانو بې ښکرو کړي وي. د غویي وزن یې له ۸۲۰ تر ۱۰۹۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د غوا وزن یې له ۴۵۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. کومې ناروغۍ چې د غوییزو له کټملو پیدا کیږي مقاومت ورسره لري. د تورین غوییزو په پرتله یې پوستکي کې د خولې مرغړي زیات فعال دي او له همدې امله له ګرم او وچ چاپېریال سره بلدتیا لري. غواګانې یې تر ۲۱ کلنۍ پورې د لنګېدو وړتیا لري.
کارونه
خوي خوي خلکو افریکنر غوییز د غوښې او شیدو لپاره ساتل خو کارونه یې هم پرې کول لکه قلبه کول، لکه ریړه پسې تړل او بارې پرې وړل. شیدې یې د نورو سیمه ایزو غوییزو په پرتله زیات شحم لري. ډېری خلک یې له نورو نسلونو سره دوه رګه کوي تر څو د غوښې لپاره د غوییزو نسل ترې واخلي. افریکنر غوییز پرته له زیاتي او ځانګړو خوړو ډېر ژر وزن اخلي او د همدې لپاره یې بزګر خوښوي ځکه چې خواړه یې د نورو غوییزو په پرتله اقتصادي دي.
Some truly rattling work on behalf of the owner of this website , perfectly great articles.