American Angus – د امریکا انګس غوییز
د غوښې لپاره د امریکا د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلند له ابېرډین انګس اخیستل شوی. په امریکا کې سور انګس د انګس نسل نه ګڼل کیږي خو کاناډا او انګلستان یې د انګس نسل په توګه مني. د دواړو ترمنځ یوازې د رنګ په جېن کې توپیر دی او بل کوم توپیر پکې نشته. امریکا سور انګس ته د انګس کلیمه نه کاروي بلکې “سور انګس” نسل یې ګڼي خو په انګلستان او کاناډا کې بیا یوازې د انګس کلیمه ورته کاریږي.
مخینه
په ۱۸۸۳ کال کې د متحده ایالتونو په شیکاګو کې د انګس نسل لپاره اداره جوړه شوه، په دې وخت کې متحده ایالتونو ټولټال ۶۰ انګس غوییز لرل. په ۲۰۱۰ کې د انګس نسل ټولټال د راجستر شوو غوییزو شمېر ۲۳۰۰۰۰ وو. په دې کې ټولې ۲۲۰۰۰ غواګانې وې نور ټول سخندر وو.
کارونه
د امریکا انګس یوازې د غوښې لپاره لوېدونکی نسل دی. له سور انګس سره په مارکېټ کې هېڅ سوداګریز توپیر نه لري. ځینې نران یې د دوه رګه نسل اخیستنې لپاره هم ساتل کیږي. تر اوسه د امېري فکس غوییزو په شمول ډېری دوه رګه نسلونه ترې اخیستل شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!