American Bucking Bull – د امریکا ټوپ اچونکی سخندر
لنډیز یې (ABBI) دی. په امریکا کې اداره ده کومه چې د امریکا ټوپ اچونکي غوییز راجستر کوي. همداسې د ټوپ اچونکو غوییزو د نسل په اړه مستند مالومات را ټولوي. د ټوپ اچونکو غوییزو شرکت د ( American Bucking Bull, Inc.) په نوم یادیږي او د دوه ادارو ملکیت دی، د دواړو ادارو نومونه (Professional Bull Riders and stock contractors) دي. یاده اداره د نورو غوییزو راجستر شوي مالومات هم ساتي د کومو چې لوی شمېر غوییز ډېر پخوا مړه شوي.
دا اداره د غوییزو د ډي اېن اې مالومات، د همدې غوییزو د خسکیانو په اړه مالومات له ځان سره ساتي او په ورته وخت کې د نسل اخیستنې پروسه کې مرسته کوي، د ټوپ اچونکو غوییزو سیالۍ چمتو کوي. د غوییزو د سیالیو په اړه د (American Bucking Bull) په نوم ځانګړې مجله لري.
مخینه
په ۱۹۷۰ لسیزه کې خلکو هڅه وکړه چې د غوییزو داسې نسل واخلي کوم چې د ټوپ اچولو ښه وړتیا لري. د نسل اخیستنې تر ټولو لمړی مخکښ باب ویلفونګ وو. د یادو غوییزو راجستر کوونه په ۱۹۹۲ کې پیل شوه او د راجستر کولو د نظر بنسټ اېښودونکي یې باب ټالمېن او سمي انډریوز وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!