Amsterdam Island cattle – د امسټرډم ټاپو غوییز
د هند د سمندرګي په سوېل کې، د فرانسې اړوند سیمې په امسټردم ټاپو کې، په ۱۸۷۱ کې پرېښودل شوي وحشي غوییز وو. په ۲۰۱۰ کې د چاپېریال د رغونې د پلان له امله یې ټول نسل له منځه یوړل شو.
مخینه
د ۱۸۷۱ کال، د جنوري په ۱۸ نېټه د فرانسې د بزګرو یوه سیاسي ډله چې مشري یې (Heurtin) کوله په امسټرډم ټاپو کې له خپلو څارویو سره مېشت شول. د ټاپو ټول مساحت تقریبا ۵۵ کیلو متر مربع دی. د همدې کال تر اګسټ پورې په ټاپو کې پاتې شول خو پایله کې یې دا وموندله چې د څارویو ساتنه پکې ستونزمنه ده او بلاخره د اګسټ میاشت کې یې خپل څاروي ټاپو کې پرېښودل او بزګر ترې بېرته ګډه شول.
سیمې کې د اور لګېدنې، د یادو غوییزو ۳۰۰۰ ته د شمېر رسېدنې له امله، د برید کوونکو د ژو او بوټو د ډولونو او د خلکو لخوا د ونو د وهلو له امله د ټاپو چاپېریال ته لوی زیان اوښتی وو. وروسته یې هر کال تر ۳۵۰ پورې غوییز وېشتل او د ( Martin-de-Viviès) په نوم د څېړنیز مرکز کار کوونکو ته یې د خوړو په توګه کارول. په ۲۰۰۸ کې پرېکړه وشوه چې ټول غوییز له منځه یوسي او د ټاپو د چاپېریال رغونه وشي، تر ۲۰۱۰ پورې ټول غوییز ووېشتل شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!