Ankole cattle – انکولې غوییز
د افریقا د غوییزو د نسلونو ګروپ دی. دافریقا د سانګا غوییزو له ګروپ سره تړاو لري. کوچیانو ممکن د افریقا له شمال څخه یوګاندا ته ۷۰۰ کاله مخکې انتقال کړي وي. د ختیځې او مرکزي افریقا په لویه برخه کې پیدا کیږي په ځانګړې توګه په یوګاندا، کونګو، رونډا، برنډي او د تانزانیا په ځینو سیمو کې.
په پنځو مختلو ډلونو کې شته دي او ځینې یې بیا جلا نسل ګڼل کیږي :
– بهیما غوییز کوم چې په یوګاندا او کونګو کې پیدا کیږي ؛
– باشي غوییز په کونګو کې پیدا کیږي ؛
– کیګېزي غوییز د یوګاندا په سوېل لویدیځ کې یې نسل په کیګېزي ولسوالۍ کې باکیګا خلک ساتي ؛
– روزیزي غوییز په روزیزي دره کې پیدا کیږي ؛
– واتوسي غوییز په برنډي، کونګو، رونډا، یوګاندا او د تانزانیا په ځینو سیو کې شته.
Comments
So empty here ... leave a comment!