Aubrac cattle – ایوبراک غوییز

له ټریپانو سومیاسېس ناروغۍ سره مقاومت لري، یاده ناروغ د مچانو یو ډول انتقالوي. په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي، خو شیدې یې د لایول پنیر (Laguiole) لپاره هم کاریږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په سوېل کې د ایوبراک په نوم لوړو هوارو کې اخیستل شوی. د بدن رنګ یې غنمو ته ورته او د بوټانو رنګ یې تېز رنګ وي.


مخینه
نسل یې د ۱۹ پېړۍ په پیل کې اخیستل شوی. له ماراشېن، مېزین او او پارتونېز غوییزو سره په ۲۰ پېړۍ کې هم دوه رګه شوي. په ۲۰۱۴ کې ټول ۱۷۰۰۰۰ غوییز یوازې فرانسې لرل.


ځانګړنې
د ډېر عمر کوونکي، د څورب بدن لرونکي او په کمو خوړو پایدونکي یا اقتصادي غوییز دي. له غرني چاپېریال سره بلدتیا لري. رنګ یې غنمو ته ورته وي خو غویی بدن کې د تېز رنګ نښانونه هم لري. بوټان یې تور رنګ کې وي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۴۰ سانتي متره او وزن تر ۹۵۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا قد تر ۱۲۸ سانتي او وزن تر ۶۵۰ کیلو ګرامه رسیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons