Aceraceae – اسرېسیای کورنۍ
په انګرېزۍ کې ورته (maple family) نوم هم اخلي مانا یې نرمۍ ته ورته پاڼې لرونکې، په څنګ کې بهر ته وتلې برخې میوه لرونکې، په مني کې د پاڼو د رنګ بدلونکې د ښکلا یا لرګي لپاره ونه ده. په دې کورنۍ کې تر ۱۲۰ پورې ونې او بوټي شامل دي. عامه ځانګړنه یې د پاڼې برعکس لور ته د بلې پاڼې لرل، د وچې میوې لرل کومه چې ودې ته له رسېدو وروسته چاود پیدا کوي او په کارپل وېشل کیږي. له ساپېنډېسیای کورنۍ سره نږدې تړاو لري. ځینې پوهان پکې انجیوسپرم فیلوجیني ګروپ هم شاملوي. اوسمهال دواړه اسرېسیای او هیوپوکسټېنې سیای په ساپېنډېسیای کې شاملې شوي. په ۲۰۰۵ کې د هرنګټون څېړنو وموندله چې دواړه اسرېسیای او هیوپوکسټېنې سیای په خپل ځان کې مونوفیلیټیک دي او که چېرې له (Sapindaceae sensu lato) څخه جلا شي نو (sensu stricto) به پارا فیلیټیک ګروپ کړي.
ساینسي ډلبندي
پاچایي | بوټي |
انجیوسپرم | |
ایوډیکوټ | |
روزېډ | |
ډله | ساپېنډېل |
کورنۍ | اسرېسیای |
Comments
So empty here ... leave a comment!