Australian Friesian Sahiwal – د استرالیا فریژن ساهیوال

د شیدو لپاره د استرالیا نسل دی. نسل یې په کوینلنډ کې په ۱۹۶۰ لسیزه کې اخیستل شوی. نسل یې د پاکستان له ساهیوال او هولسټاین څخه دوه رګه شوی. غواګانې یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شېدې کوي. له تودوخې، لوندوالي، کټملو او هر بل ډول پرازیت سره مقاومت لرونکي دي. نسل یې د ډېرو نورو ګرمو سیمو هیوادونو ته هم صادر شوی لکه سوېلې امریکا او سوېل ختیځې اسیا ته. د بنګله دېش په څېر هیوادونه د کومو چې د اقتصاد لویه برخه څارویو جوړ کړی یاد غوییز ډېر وارد کړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons