Guided Multipurpose Munition – د ګڼو موخو لپاره هدایت کېدونکي مهمات

په انګرېزۍ کې یې لنډیز (GMM) دی. د امریکا او سویډن (Saab Group and Raytheon) په نوم شرکتونه یې جوړوي. نیمه فعال لایزر باندې هدایت کیږي. د لایزر ښودونکي یا ټاکونکي په ذریعه کوم چې د یوه کس لخوا کاریږي او یا هم په توغونکي نصب وي هدایت کیږي. له توغېدو مخکې او وروسته د نښان اخیستنې وړتیا لري. له ۲۵۰۰ متره د خوځښت حال کې هدف لټوي او تعقیبوي. په خپل ځان کې د څو موخو لپاره سروکی لري کوم چې د کانکرېټ، نظامي برجونه او زغره لرونکي نظامي واړه ټانکونه ویجاړولی شي.

له بند ځای څخه هم توغول کیږي او مخکې تر دې چې موټور یې لمبه ولګوي لمړی له بند ځای څخه د نرمې توغونې سیستم په زریعه بهر کیږي.. توغندی یې ۶.۸ کیلو ګرامه وزن لري. قطر یې تر ۸۵ ملي متره پورې دی. په انجن کې یې جامد سونګ توکي کارېدلي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons