Bazadaise – بزادېز غوییز

د بزا خړ (Grise de Bazas) په نوم هم پېژندل کیږي. د سوېل لویدیځې فرانسې د نووېل اکیتېن د جېروند له بزا سیمې یې نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې هر کال د څوربې تنې غوییز هم نندارې ته وړاندې کیږي.


مخینه
د جیروند او پیرینې سیمې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل په رامنځته کېدو کې یې د هسپانیا غوییز، سیمه ایز غوییز او اکیتېن غوییز کارېدلي. په سیمه کې هر کال د (Fête des Boeufs Gras) په نامه نندارتون جوړیږي مانا یې “د څورب غوییزو مېله” ده او بزادېز غوییز پکې نندارې ته وړاندې کیږي. د نسل د یادون لپاره یې کتاب د ۱۸۹۶ کال د جولای په ۳۱ نېټه جوړ شوی. په ۱۹۴۰ کې ټول ۶۰۰۰۰ راجستر شوي وو. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د کرنې او مالدارۍ سیستم کې بدلون رامنځته شو، ډېری څرځایونه د غلې د کرنې لپاره وکارول شول او دې چارې د بزادېز غوییزو نسل په چټکۍ سره کم کړ. په ۱۹۷۰ کې یوازې ۷۰۰ غوییز راجستر وو. کله یې چې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ شو نو د نسل ژغورنې لپاره یې هڅې پیل شوې. په ۲۰۱۳ کې یې د نسل د غوییزو شمېر ۳۴۰۰ ته لوړ شوی وو.

نسل یې هسپانیا، چیل، انګلستان او استرالیا ته هم انتقال شوی. صادر شوی نسل یې کره نسل او له نورو غوییزو سره دوه رګه شوی شته دی.


ځانګړنې
رنګ یې خړ وي، خو جنسیت او عمر یې ځینو ځانګړنو کې بدلون رامنځته کوي. منحني شوي ښکرونه لري او ډېری وخت لاندې لور ته تاو شوي وي. په دودیزه توګه د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویی یې تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه او غوا یې تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons