Béarnaise cattle – بې ارنېز غوییز
د فرانسې د کورنیو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د سوېل لویدیځې سیمې په (Béarn) ولایت کې اخیستل شوی. په ۱۹۲۰ کې یې نسل له نورو غوییزو سره دوه رګه شو او پایله کې یې بلاند دو پېرینې نسل رامنځته شو. وروسته بلاند دو پېرینې له بلاند دو کیورسي او ګارونېز غوییزو سره یو ځای شو او پایله کې یې، په ۱۹۶۲ کې بلاند دو اکیتېن رامنځته شو.
مخینه
نسل یې د درې موخو لپاره اخیستل شوی وو لمړی د غوښې لپاره، غواګانې د شیدو لپاره او دواړه جنسونه د کار لپاره کارېدل. د نسل د کتاب لپاره یې اداره په ۱۹۰۰ کې جوړه شوه. د فرانسې له نورو سرو زرو ته ورته زېړو یا بلاند غوییزو سره یې نسل دوه رګه شوی. د ۲۰ پېړۍ پای کې یې نسل ډېر کم پاتې وو، په ۱۹۸۲ کې د اسپ په نوم دره کې یوازې یو څو غوییز موجود وو له کومو چې د نسل بیا زیاتونې پروګرام پیل شو. په ۲۰۱۴ کې ټولټال ۳۲۴ غوییز پاتې وو.
ځانګړنې
غنمو ته ورته رنګ لري، رنګ کې یې سپینوالی یا زیات تېز زېړوالی موجود وي. لور ته ورته اوږده ښکرونه لري. د سترګو چار چاپېره فایومیلانیک لري. له غرني چاپېریال، کار او سړې هوا سره بلدتیا لري. له لنګېدو پس په ۲۰۰ ورځو کې تر ۲۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. شیدې یې د مېږو او وزو له شیدو سره د ګډ پنیر جوړېدو لپاره کارېدې. غویی یې تر ۹۰۰ کیلو ګرامه او غوا یې تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي او مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!