Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز
بې کچې زیات عضلاتي غوییز دي. د دې وړتیا لري چې خپل خواړه په عضلو او وزن اخیستو بدل کړي. په پیل کې یې رنګ نیله خړ وو خو اوسمهال له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۲ سانتي متره پورې لوړیږي.
مخینه
نسل یې بلجیم کې، په ۱۹ پېړۍ کې، له سیمه ایزو غوییزو او د انګلستان له لنډ ښکرو غوییزو اخیستل شوی. ګمان کیږي چې شارولېز غوییز یې هم په نسل اخیستنه کې کارېدلي وي. مخکې یې نسل د شیدو او غوښې لپاره اخیستل کیده. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د بلجیم په لېژ ولایت کې یې د مصنوعي القاح له لارې نسل عصري شو. په ۱۹۷۸ لسیزه کې یې نسل متحده ایالتونو ته هم صادر شو. تر اوسه یې نسل ټولې نړۍ ته صادر شوی او په ۲۰۲۲ کال کې ټوله نړۍ کې ۱۰۷۸۷۵ غوییز موجود وو.
ځانګړنې
په خپل ځان کې طبیعي د مایوسټاټېن جېن جنتیکي بدلون لري، یاد جېن پروتین کوډ کوي. د مایو مانا “عضله” ده او د سټاټېن مانا “بس کول” ده. مایوسټاټېن پروتین دی کوم چې د عضلو په وده کې اوسیږي. دا چاره یې د وازدې په جمع کېدو کې هم مداخله کوي او له همدې امله ډېره نرۍ بې وازدې غوښه لري. په بنسټیزه توګه یې د عضلو د ودې لامل د عضلو په حجره (فایبر) کې فزیلوجیکي بدلون دی.
د بلجیم سپین نیله په کمو خوړو ډېر وزن اخلي. بدن یې له خوړو زیات پروتین او کم شحم تولیدوي. د هډوکو جوړښت یې د نورو غوییزو په څېر دی. له نورو غوییزو ۲۰% زیات عضلاتي دي. خوړو کې یې پروتین اضافه کیږي تر څو یې د بدن اړتیا پرې پوره شي.ډیره وخت په لنګېدو کې ستونزه لري.
په فرانسوي کې (Blanc-Bleu Belge) او په نیدرلندي ژبه کې ورته (Belgisch Witblauw) نوم اخلي، د دواړو فرانسوي او نیدرلندي نومونو لغوي مانا یې “د بلجیم سپین نیله” ده. په فرانسوۍژبه کې ورته (Race de la Moyenne et Haute Belgique) نوم هم کاریږي او ځینې نیدورلندیان ورته (dikbil) نوم هم اخلي د نیدر لندي کلیمې مانا یې “څورب کوناټي” ده. په انګرېزۍ کې ورته (Belgian Blue-White; Belgian White and Blue Pied; Belgian White Blue; Blue; and Blue Belgian) ټول نومونه کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!