Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز
د سکاټلند د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ د سوېل لوېدیځې ګالوې سیمې له ګالوې غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کې جلا نسل وګڼل شو. د لوړو سیمو په څر ځایونو کې له ژوند سره بلدتیا لري. له تور ګالوې سره یې توپیر په ملا کې کمربند ته ورته سپین رنګ دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره اخیستل کیږي خو د ښکلا لپاره د کورني ژوي په توګه او ځینو سیمو کې د وښو مدیریت لپاره هم کارول کیږي.
ځانګړنې
که چېرې یې رنګ کې قهوي یا خاورې ته ورته رنګ موجود وي لامل یې (PMEL gene) جېن کې جنتیکي بدلون دی. د بدن اوږده وېښته یې له سړو او باران ساتنه کې مرسته کوي. لکه د نورو ډېرو غوییزو په څېر د پوستکي لاندې د ژمي لپاره شحم نه زخیره کوي. وزن یې له موسم له هوا او د خوړو شتون سره تړاو لري. غویی یې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې او غوا له ۴۵۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نرم طبیعت لرونکي دي خو که چېرې د غوا له خسکي سره یې کار ولرل شي غوا یې بې کچې زیات برید کوونکی چلند اختیار کوي. بدن یې زیات اومېګا ۳ شحمي اسید لري.
مخینه
له ۱۸۵۲ کال څخه دواړه کمر بند لرونکي ګالوې او انګس غوییز د بې ښکرو غوییزو په کتاب کې راجستر کېدل. په کال ۱۸۷۸ کې د ګالوې لپاره جلا د یادون کتاب وټاکل شو. په ۱۹۲۱ کې د نسل اخیستونکو یو ګروپ د ډن او کمر بند لرونکي ګالوې لپاره کتاب جوړ کړ.
په ۲۰ پېړۍ کې د نړۍ زیات شمېر هیوادونو ته د استرالیا، برازیل، کاناډا، فرانسه، جرمني، هالنډ، متحده ایالتونه او د نیوزلنډ په شمول صادر شول. نیوزلنډ یې د نسل لپاره اداره په ۱۹۴۸ کې، متحده ایالتونو په ۱۹۵۱ کې، استرالیا په ۱۹۷۵ کې جوړه کړه.
په ۲۰۰۱ کې، په انګلستان کې د غوییزو د خولې او پښو ناروغي ګډه شوه او لکه د نورو نسلونو په څېر یې ګالوې غوییز هم اغیزمن کړل. یادې ناروغۍ یې تقریبا ټول نسل له خطر سره مخ کړی وو خو په ۲۰۰۷ کې یې بیا نسل په زیاتېدو شو. په ۲۰۱۲ کال کې، په انګلستان کې ټولټال ۳۵۰۰ غوییز او ۲۰۱۵ کې په متحده ایالتونو کې ټولټال ۱۴۶۸ غوییز پاتې وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!