Canadienne cattle – کاناډایي غوییز

نوم یې فرانسوي کې مفرد مونث نوم دی. تور کاناډایي غوییز نوم هم ورته اخلي. نسل یې په ۱۶ پېړۍ کې له فرانسوي کانډایي او تور جېرسي غوییزو اخیستل شوی. تر ۱۹ پېړۍ پورې عام ساتل کېدونکي څاروي وو. خو سیمې ته د نورو غوییزو وارېدېدو کم کړل او ورپسې تر ټولو عام ساتل کېدونکي هولسټاین او هېرفورډ غوییز شوو. اوسمهال یې هم نسل په فارمونو کې شته خو په کیوبېک سیمه کې تر نورو ځایونو زیات دي. د کیوبېک حکومت هڅې پیل کړي چې نسل یې له منځه تللو وژغوري. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي. شیدې یې کافي پروتین او شحم لري او د پنېر د تولید لپاره مناسبې دي. نازکه نرۍ غوښه لري او له همدې امله یې غویان د غوښې لپاره کاریږي.

د منځنۍ کچې غوییز دي غوا یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او غویی یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. له سړې هوا سره بلدتیا لري. کوچنۍ تنه یې لکه د غټو غوییزو په څېر د څر ځایونو واښه له منځه نه وړي او په کمو خوړو پاېدلی شي.


مخینه
په ۱۶۰۰ لسیزه کې د فرانسې له بریتاني ټاپو او نورماندي کاناډا ته فرانسویانو له ځان سره انتقال کړي خو د انتقال شوو نسلونو په اړه یې کره مالومات نشته. په ۱۸۵۰ کې د کانډا پارلمان غوییزو ته کتنه وکړه چې سیمه کې یوازې د کاناډایي غوییزو نسل دی نو له همدې امله یې د نورو نسلونو اخیستنه وهڅوله او په ۱۸۸۶ کې یاد غوییز د نورو نسلونو له سیالۍ سره مخ شوو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons