Caracu – کاراکو غوییز

د غوښې لپاره په برازیل کې اخیستل شوی نسل دی. نسل کې یې د اروپا کریولو غوییز کوم چې له اروپا برازیل ته انتقال شوي کارېدلي. په خپل ځان کې کم زېبوین لري. د درې موخو لپاره یې مخکې نسل کارېده. نسل یې د کار، ټرانسپورټ او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۲۱ پېړۍ کې یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د شیدو لپاره هم ساتي. نسل یې له نورو سیمه ایزو غوییزو سره هم دوه رګه شوی. د غویي وزن یې له ۹۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۳ سانتي متره پورې لوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons