Chianina – کیانینا یا چیانینا غوییز
ایټالوی تلفظ یې کیانینا دی. د ایټالیا د غوییزو نسل دی. غټ سپین غوییز دي، مخکې یوازې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د نړۍ په غټو او تر ټولو زړو نسلونو کې یو دی. له غوښې څخه یې د ایټالیا (bistecca alla fiorentina) کباب پخیږي. د غویي وزن یې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کیلو ګرامه او د غوا له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد له ۱۶۰ تر ۱۷۰ سانتي متره او د غوا له ۱۵۵ تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي. د غوښې ښه کیفیت لري، د لمر له وړانګو، ناروغیو او حشرو او تودوخې سره مقاومت لري. په متحده ایالتونو کې د انګلستان له نسلونو سره دوه رګه کیږي تر څو په ترلاسه شوي نسل کې شحم کم کړي او د غوښې کیفیت یې لوړ کړي. په نورو هیوادونو کې له وړو نسلونو سره دوه رګه کیږي تر څو په ترلاسه شوي نسل کې د اسکلیټ وزن کم کړي او غټ نسل ترلاسه کړي. ځینې هیوادونه یې کنګل شوي سپرم خپلو هیوادونو ته انتقالوي.
مخینه
یو تر ټولو زوړ نسل دی. نسل یې په والدي کیانا دره کې اخیستل شوی. نوم یې هم له یادې درې اخیستل شوی. له ۲۲۰۰ کلونو یې نسل د ایټالیا په تاسکاني، اومبریا او لازیو کې ساتل کیږي. په “کولومېلا” لیک کې یې یادونه د لمړۍ پېړۍ په ۵۵ زېږېدیز کال کې شوې. تر ۱۹۷۰ کال پورې بزګرو د کار لپاره کارول. له ۱۹۳۱ کال څخه نسل اخیستونکو هڅه وکړه چې نسل یې د غوښې لپاره مناسب کړي. د نسل د یادون یا راجستر کېدو لمړی کتاب یې د ۱۸۵۶ کال دی او دوېم کتاب یې د ۱۹۳۳ کال دی. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته یې نسل د نړۍ نورو هیوادونو ته هم د غوښې لپاره صادر شوی. تر ټولو زیات په متحده ایالتونو، روسې، چین او ځینې نورو اسیایي هیوادونو کې دي.
ځانګړنې
په قد او وزن دواړو کې د نړۍ درانده او لوړ غوییز ګڼل کیږي. ځینې بشپړ بلوغ ته رسېدلي یې تر ۱۸۰ سانتي متره پورې قد لرلای شي. که چېرې ښه خواړه ورکړل شي وزن یې تر ۱۶۰۰ کیلو ګرامه زیاتیږي. تر ټولو دروند یې تر ۱۷۴۰ کیلو ګرامه پورې وزن لرلای او ۱۹۵۵ کال کې د ارېزو په نوم نندارې ته وړاندې شوی وو. غوا یې تقریبا تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي خو که چېرې خواړه او استوګنځای یې مناسب وي تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه یې وزن زیاتیږي. خسکی یې په لمړۍ ورځ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. رنګ یې سپین وي خو کمه اندازه د سترګو چار چاپېره خړ رنګ لري. بوټونه او پوز یې تور رنګ کې وي. په ۲۰۱۰ کال کې یوازې په ایټالیا کې تر ۴۷۲۳۶ غوییز موجود وو.
کاري مخینه
تر هغو چې ماشینونه اختراع کېدل په ایټالیا کې د سرک د ټرانسپورټ، قلبې او کرنې کې د نورو موخو لپاره کار ترې اخیستل کېده په ځانګړې توګه د ایټالیا په ارېزو، فلورانس، لیورنو، پېروجا، کزېرتا، لاتینا، تېرني او پیزا ولایتونو کې. د غونډیو په پیچومي د ښې ختنې وړتیا لري. د جلا ولایتونو په چاپېریال کې د اوسېدو له امله پکې رامنځته شوی توپیر یې د نسل جلا څلور ډولونه ګڼل کېدل خو اوسمهال جلا نسلونه ګڼل کیږي. مخکې په هر کور کلي کې شته وو خو اوسمهال یواز فارمونو او عامه ځایونو کې بیا لکه پالیو او سینا په څېر میلو کې راڅرګندیږي. په متحده ایالتونو کې د وزن راښکلو د سیالۍ (ox pulling competition) لپاره کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!