Chillingham cattle – چېلېنګم غوییز

د چېلېنګم وحشي غوییزو په نوم یې هم یادوي. د انګلستان د نارتمبرلنډ د چېلېنګم ماڼۍ په یوه بند پارک کې غوییز دي. په ۲۰۲۲ کې ټولټال ۱۳۸ غوییز پکې وو له یاد شمېر څخه تقریبا نیم غویان او نیمې غواګانې وې. په جنتیکي توګه له سلګونو کلونو له نورو غوییزو جلا دي. همداسې د سکاټلند په شمال ختیځ کې هم تر ۲۰ پورې غوییز د انګلستان د سلطنتي کورنۍ په ځمکه کې بند ساتل شوي.


ځانګړنې
واړه غوییز دي، غوا او غویی یې پورته ولاړ ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. سپین رنګ لري، غوږونه، پښې، پوزه او د سترګو چارچاپېره یې بل رنګ ممکن موجود وي.

سیمه کې ډېری د څېړۍ (بلوط) ونې ۱۷۸۰ لسیزه کې کرل شوي خو داسې ښکاري چې لکه د منځنیو پېړیو ونې وي. تر ټولو زړې ونې یې د سیمې الدر ونې دي او په اتلسمه پېړۍ کې کرل شوي. په انګلستان کې د کرنې له امله ډېر ژوي د ژوند لپاره خپل چاپېریال له لاسه ورکوي او ډېری یې له همدې پارک د ژوند چاپېریال جوړوي. له غوییزو، بوټو او ونو پرته د سور نولي، سرې ګیدړې او هوسیو لپاره هم کور دی. تر ۵۵ ډوله مرغان هم ازاد ژوند پکې کوي.

چهېلینګم پارک په منځنیو پېړیو کې بند شوی او د یادو غوییزو د پلرونو په اړه کره مالومات نشته خو ډېری خلک خپل نظرونه لري؛ ځینې ګمان کوي چې اوروکس غوییزو ته ورته والی لري، ځینې فکر کوي چې اوکس غوییزو نسل دی. چلند یې د وحشي ژو په څېر دی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons