Chinese Black and White – چینايي تور او سپین غوییز

په انګرېزی کې ورته (Chinese Black Pied) نوم هم اخلي. د چین د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. له سیمه ایزو غواګانو سره یې هغه غوییز دوه رګه کړي کوم چې یې په ۱۸۷۰ کې له کاناډا، انګلستان، متحده ایالتونو او هالنډ وارد کړي. په ټول چین کې پیدا کېدونکي د شیدو غوییز دي. له لنګېدو تر وچېدو پورې په ۳۰۵ ورځو موده کې تر ۱۶،۰۹۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کولای شي. شیدې یې تر ۳.۴% پورې شحم لري. د غویي وزن یې تر ۱۱۴۲ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۱۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۵۷ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۶ سانتي متره پورې لوړیږي.


مخینه
له ۱۸۷۰ لسیزې یې پلرونه له کاناډا، جرمني، جاپان، انګلستان، متحده ایالتونه او هالنډ څخه د چین لویو ښارونو ته وارد شوي. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته چین د امریکا هولسټاین فریژن غوییزو وارد کړل. همداسې یې له هالنډ تور پیډ یا تور سپین غوییز انتقال کړل او دواړو په چین کې لمړیو تور او سپینو وړو غوییزو نسل له سیمه ایزو غواګانو سره رامنځته کړ. وروسته یې نسل کې ښه والی رامنځته شو. په ۱۹۸۳ کې یې د راجستر کېدو لپاره کتاب جوړ کړ کوم کې چې یوازې د کره نسل په اړه مالومات موجود دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons