Beefalo – بیفالو غوییز

د بوس توروس او د امریکا د بیسون دوه رګه نسل دی. د بیسون له غوا او بوس توروس له غویي رامنځته شوي. د نسل اخیستنې موخه یې د غوښې د تولید لپاره د دواړو ژو د ځانګړنو یو ځای کول وو. په جنتیک کې په بنسټیزه توګه غوییز دي.کوم غوییز چې تر ۳۷.۵% پورې یا له اتو برخو درې برخې جنتیک کې بیسون وي د بیفالو په نوم یادیږي او که تر دې ډېر وي د دوه رګه بیسون په نوم یادیږي. د بیفالو غوییزو غوښه لکه د بیسون په څېر د کورني شوو غوییزو په پرتله کم کولېسټرول لري.


مخینه
په تصادفي توګه کورني شوي غوییز له ۱۷۴۹ کال څخه له بیسون سره په څر ځایونو کې دوه رګه شوي. خو د انسانانو لخوا په ۱۹ پېړۍ کې د دوه رګه کېدو پروګرام پیل شوی. په ۱۸۱۵ کې د لیګزینګټون رابرټ ویکلیف تر ټولو لمړی پروګرام پیل کړی وو او خپلو تجربو ته یې تر ۳۰ کالو پورې ادامه ورکړه. دوېم پروګرام په ۱۸۸۰ کې سموېل بېډسون په لار اچولی. سموېل بېډسون اته بیسون غوییز له دورهم غوییزو سره دوه رګه کړي وو. کوم دوه رګه نسل چې سموېل اخیستی وو وروسته په طبیعت پوه ارنېسټ تامپسن سېټون تشرېح کړل.

په ۱۸۸۶ کې په کاناډا او امریکا کې ډېره درنده واوره وورېده او پایله کې د ډېرو زیاتو غوییزو د مړینې لامل شوه. په دې وخت کې د کاناس ایالت د ګارډن سیټي شریک بنسټګر چارلز بوفالو جانز د کورنیو غوییزو له بیسون سره د دوه رګه کېدو پروګرام پیل کړ تر څو د سیمې غوییزو کې، له سخت ژمې سره د مقاومت ځانګړنه اضافه کړي.

په کاناډا کې لمړی پروګرام، په اونتاریو کې موسوم مارټېن بوایډ پیل کړ. د خپلو څېړنو پایلې یې په جورنال کې خپرې کړې او کله چې په ۱۹۱۴ کې مړ شو پروګرام ته یې د کاناډا حکومت تر ۱۹۶۴ پورې ادامه ورکړه خو لاسته راوړنه یې ډېره کمه وه – په ۲۲ کالو کې یې یوازې ۳۰ دوه رګه غوییز ترلاسه کړي وو.

که چېرې له کورنۍ شوې او بیسون غویي نسل واخیستل شي نو د نسل زیاتونه کې ډېر وخت نیسي. که چېرې له کورني شوي غویي او بیسون غوا نسل واخیستل شي خپل نسل په چټکۍ زیاتوي. خو ځینو فارمونو کې چې ګډ سره ساتل شوي دواړه ډوله نسل اخیستنه کې یې ښه پایله ورکړې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons