Blaarkop – بلارکوپ

په هالنډۍ ژبه کې یې د نومو مانا تڼاکې سر ده ځکه چې د سترګو چار چاپېره تڼاکو ته ورته کړۍ لري. د هالنډ په ګرونېنګن ولایت کې یې نسل اخیستل شوی. په اسنادو کې یې د نسل یادونه په ۱۴ پېړۍ کې شوې. کلکه د ځواکمنو عضلو تنه، ځواکمنې پښې او لنډ ښکرونه لري. د بلارکوپن په نوم هم یادیږي. سور او سپین، تور او سپین دواړو رنګونو کې شته دي. د سترګو چار چاپېره یې تڼاکو ته ورته کړۍ موجوده وي. سر، پښې او د تنې لاندې برخه یې سپینوالی لري. د لکۍ څوکه یې هم سپینه وي.

د غويي قد یې له ۱۴۵ تر ۱۵۰ سانتي متره او د غوا له ۱۳۵ تر ۱۴۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۶۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په شیدو کې یې ۴.۳۵% شحم او ۳.۶۰% پروتین موجود وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons