Bretonne Pie Noir – د بریتاني ټاپو تور پي غوييز
د شیدو لپاره د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د شمال لوېدیځ په بریتاني کې اخیستل شوی. د بدن د وړې کچې له امله په داسې څر ځایونو کې هم پاېدلی شي چېرې چې واښه کم وي. په ۱۸۸۶ کال کې یې لمړی د یادون کتاب جوړ شو. د ۲۰ پېړۍ په پیل کې یې شمېر ۵۰۰۰۰۰ غوییز وو خو تر ۱۹۷۶ کال پورې یې د نسل د غړو شمېر ۱۵۰۰۰ ته راکم شوی وو. اوسمهال یې د نسل ژغورنې پلان جوړ شوی.
مخکې سور او سپین رنګ کې هم شته وو خو اوسمهال نشته او یوازې تور او سپین رنګ کې پیدا کیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۲۳ سانتي متره او د غوا تر ۱۱۷ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۶۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۵۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. شیدې یې ۴.۴% شحم او ۳.۴% پروتین لري. له شیدو یې د بروتون په نوم مستې جوړیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!