Eurocopter Fennec – یورو کاپټر فېنېک
د یوروکاپټر شرکت جوړه کړې چورلکه ده، د شرکت پخوانی نوم یوروکاپټر خو اوس یې نوم اېربس هیلیکوپټرز ته بدل کړی. یوروکاپټر فېنېک چورلکه د تولید مخلتف ډولونه لري کوم چې دوه لړۍ دي یا هم د دوه چورلکو د طرحې له بنست تولید شوي. . د سپک وزن د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده. نوم کې یې یورو کاپټرز د جوړونکي شرکت پخوانی نوم دی او فېنېک د ګېدړې د یو ډول نوم دی.. په چورلکو کې د اوبتل ضد توغندي، راکټونه او نورې وسلې د نصب کېدو وړ دي.
جوړونکی هیواد یې فرانسه ده خو د فرانسې ایرو سپاسېل شرکت له اېر بس هیلیکوپټرز شرکت سره په ګډه جوړه کړې. کارونه یې په ۱۹۹۰ کې پیل شوې.
د طرحې بنسټ یې له ایکوروی ۱ او ایکوروی ۲ چورلکو اخیستل شوی. په ۲۰۰۷ کال کې، هند هم د یادو چورلکو غوښتنه کړې وه خو د ترلاسه کولو بهیر کې د فساد او بډو له امله تړون وځنډول شو. اوسمهال هند له روسې څخه د دې چورلکو په ځای د کاموف کې اې ۲۲۶ ټي چورلکو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
په ۲۰۱۱ کال کې سمندري غلو هڅه کړې وه چې د مالیزیا یوه لویه بېړۍ په کومه کې چې کیمیاوي توکي بار وو وتښتوي، د ژغورنې لپاره یې د مالیزیا سلطنتي سمندري ځواک د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه په سمندر کې د عملیاتو لپاره وکارولې.
د تولید ډولونه
- د یوه ماشین لرونکې
- AS350 L1/L2 Ecureuil – نظامي ډول دی.
- AS550 C2 Fennec – په خپل ځان کې وسلې نصب کولای شي
- AS550 U2 Fennec – د وسلو د نصب لپاره سیستم نه لري
- AS550 C3 Fennec – په خپل ځان کې وسلې نصب کولای شي
- دوه ماشینونه لرونکې
- AS355 M/M2 Ecureuil 2 – د نظامي موخې لپاره کارېدونکی ډول ده
- AS555 AF Fennec 2 – په خپل ځان کې وسلې نصب کولای شي
- AS555 AN Fennec 2 – نظامي ډول دی او ۲۰ اېم اېم ماشینداره پکې د نصب کېدو وړ ده
- AS555 AR Fennec 2 – راکټونه او ماشینداره لري
- AS555 MN Fennec 2 – بې وسلې ډول دی
- AS555 MR Fennec 2 – د سمندري ځواک لپاره ډول دی
- AS555 SN Fennec 2 – د سمندري ځواک لپاره وسله لرونکی ډول دی
- AS555 SR Fennec 2 – د سمندري ځواک لپاره وسله لرونکی ډول دی
- AS555 UN Fennec 2 – د روزنې چورلکه ده
- AS555 UR Fennec 2 – د سپرلیو وړنې لپاره چورلکه ده
- AS555 SP Fennec 2 – د سمندري ځواک لپاره ډول دی
کارونکي
- ارجنټینا
- د ارجنټینا سمندري هوایي ځواک
- برازیل
- د برازیل هوایي ځواک
- د برازیل پوځ
- د برازیل سمندري ځواک
- چاډ
- د چاډ هوایي ځواک
- کولمبیا
- د کولمبیا سمندري ځواک
- دنمارک
- د دنمارک هوایي ځواک
- اېکوادور
- د اېکوادور پوځ
- فرانسه
- د فرانسې هوایي او فضایي ځواک
- د فرانسې پوځ
- اېندونیزیا
- د اېندونیزیا پوځ
- کینیا
- د کینیا هوایي ځواک
- مالیزیا
- د مالیزیا سلطنتي سمندري
- مکسیکو
- د مکسیکو سمندري ځواک
- پاکستان
- د پاکستان د پوځ هوایي قطعه
- قطر
- د قطر هوایي ځواک
- تانزانیا
- د تانزانیا هوایي ځواک
- تایلنډ
- د تایلنډ سلطنتي پوځ
- ازبکستان
- د ازبکستان دفاعي او هوایي ځواکونه
پخواني کارونکي
- سنګاپور
- د سنګاپور هوایي ځواک
ځانګړنې
- پیلوټان : دوه خو د نورو څلور کسانو د انتقال وړتیا هم لري
- اوږدوالی : د تنې اوږدوالی یې ۱۰.۹۳ متره دی ؛ ټول اوږدوالی یې ۱۲.۹۴ متره دی
- لوړوالی : ۳.۳۴ متره
- بې وسایلو وزن : ۱۲۲۰ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۲۵۰ کیلو ګرامه
- د تیلو ظرفیت : ۵۴۰ لیتره
- ماشین : یو ۶۳۲ کیلو واټه (Turbomeca Arriel 2B) ماشین
- سرعت : په ساعت کې ۲۴۶ کیلو متره ؛ په ساعت کې یې تر ۲۸۷ کیلومتره سرعت تر اوسه نه دی اوښتی
وسلې
- 20 mm Giat M621 cannon
- Fabrique Nationale de Herstal twin 7.62 mm or 12.7 mm machine gun pods
- 7 x 70mm (2.75″) Forges de Zeebrugge rocket launcher FZ220 [17] or 12 x 68 mm Thales Brandt rockets
- BGM-71 TOW anti-tank missiles
It’s ajazing to pay a visit this weeb ite annd rerading thhe viewws of alll friends
concerning thios post, while I am also keen off getting familiarity.