Child soldiers in the Central African Republic – د مرکزي افریقا په جمهوریت کې کم عمره سرتېري
تر اوسه تقریبا تر لس زرو زیات کم عمره ماشومان په وسله والو شخړو کې کارېدلي. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال ترمنځ دا ستونزه په ټول هېواد کې شته وه. د سېلېکا په نوم یوې ډلې کوم چې ځانونه مسلمانان ګڼي او له پوځ سره متحد دي همداسې د انټي بالاکا په نوم د عیسویانو ډله چې یوه ملېشه ده دواړو ډلو د جګړې ډګر کې کوچنیان کارولي. ځینې یې تر ۸ کالو پورې عمر لرونکي هم وو.
مخینه
په ۲۰۰۵ کال کې د هیواد د ولسمشر فرانسوا بوزیزې او د وسله والو ډلو ترمنځ جګړه ونښته. یادو ډلو په ۲۰۰۳ کې، د واک په ترلاسه کولو کې د ولسمشر مرسته هم کړې وه. له واک ترلاسه کولو وروسته یې په خبرو پیل وکړ او امنیتي وضیعت کې یې سمون راوسته خو ډېر دوام یې ونه کړ او په ۲۰۱۲ کې شخړه بیا ځلې پیل شوه. د سېلېکا په نوم د مسلمانانو ډلې له پوځ سره په یووالي ولسمشر له واکه ګوښه کړ او د واک له ترلاسه کولو وروسته یې د بشر ضد کړنو ته په پراخه کچه مخه کړه. کړنو ته د یې د غبرګون په توګه د عیسویانو یوه داسې ډله جوړه شوه چې کوم مرکزي ځواک نه وو او هر ځای کې پټ خپاره وو. د عیسویانو د ملېشې مشري پرزېدلي ولسمشر فرانسوا بوزیزې کوله. د شخړې په دوام کې د پوځ غړو هم له عیسویانو سره لاس یو کړ او د لږکیو مسلمانانو په ضد یې په تېري لاس پورې کړ.
د دواړو ډلو ترمنځ په ټول هېواد کې شخړې ادامه پیدا کړه او دواړو ډلو د جګړې لپاره د ماشومانو جلب پیل کړ. په ۲۰۱۳ کال کې، دواړو ډلو تر ۲۰۰۰ پورې کم عمره کوچنیان، تر ۲۰۱۵ کال پورې ۶۰۰۰ او تر ۲۰۱۶ کال پورې ټولټال ۱۰۰۰۰ کم عمره کوچنیان د جګړې لپاره روزلي او کارولي وو.
د ۲۰۱۵ کال په مې کې یې د فوروم دو بانګي په نوم جرګې ته ورته د پخلاینې ملي کنفرانس جوړ کړ. په کنفرانس کې د انتقالي حکومت استازي، پارلمان، وسله والې ډلې، ملکي وګړي او مذهبي مشرانو ګډون لره. په جرګه کې ځینې وسله والو ډلو تړون لاسلیک کړ چې ځان به بې وسلې کوي، سوله به کوي او زرګونه کوچنیان کوم یې چې له ځان سره ګرو کړي ازادوي. په پایله کې، په ۲۰۱۶ کې ۲۶۹۱ کم عمره هلکان او ۱۲۰۶ کم عمره انجونې له وسله والو ډلو په رسمي توګه جلا شوې. خو له دې سره سره بیا هم ۵۰ % ماشومان “د خدای مقاومت کوونکی پوځ” په نوم ډلې سره د جنګیالیو په توګه پاتي.
قانون
د ماشوم د حقونو په اړه کنوانسیون د ماشوم تعریف داسې کوي : هر هغه هلک یا انجلۍ چې عمر یې له اتلسو کالو کم وي ماشوم دی.
د پاریس اصول کوم چې د ملګر ملتونو عمومي شورا هم منلي د پوځي موخې لپاره د کم عمرو دکارونې تعریف داسې کوي : هر هغه کس چې تر ۱۸ کالو کم عمر لري او د یوه وسله وال پوځ یا وسله والې ډلې لخوا په هر ډول ظرفیت کې د اشپز، جګړه مار، پیغام رسونکی، جاسوس او یا د جنسي موخې لپاره جلب شوی وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!