مثبت او منفي فکر ستاسې زهن څرنګه پراخولای او تنګولای شي ؟
مونږ تقریبا ټول غواړو چې د منفي فکر په پرتله مثبت فکر ولرو خو په ډېره اسانۍ د منفي فکر په لور ګام هم اخلو. مثبت فکر یوازې خوښ اوسېدو یا هم خوشبینه فکر لرلو ته نه وایي او نه هم مسکا کوونکی کس مثبت فکر لرونکی کس وي. مثبت فکر لرونکی کس ژوند کې ریښتیني ارزښتونه جوړوي، ژوند کې داسې وړتیاوې زده کوي چې تر مسکا او خوښي اوږد عمر لرونکې وي.
منفي فکر په مغز څه ډول اغیز لري ؟
فکر وکړئ لار کې روان یاستئ او ناڅاپه پړانګ په مخه درغی – په دې وخت کې ستاسې مغز سملاسي منفي احساسات خپل ځان کې راجستر کوي – په دې حالت کې مو منفي احساسات ویره ده. دا منفي احساسات ستاسې مغز کې پروګرام کیږي تر څو تاسې یوه ځانګړې کړنه ترسره کړئ. په دې وخت کې تاسې ټوله نړۍ له پامه غورزوئ او ټول تمرکز په تېښته او پړانګ کوئ. دا ډول حالت ستاسې د زهن تمرکز تنګوي او ستاسې په منفي احساساتو یې متمرکز کوي او هغه څه له پامه غورزوي کوم چې له منفي پیدا کوونکي حالت سره تړاو نه لري د بېلګې په توګه د ځنګل په ښکلا دې حالت کې تمرکز نشی کولای، همداسې لکه څرنګه مو چې مغز او زهن د ځنګل ښکلا له پامه غورزوي په ورته توګه ټوله نړۍ هم له پامه غورزوي.
غسه یوه منفي احساسات دي. که چېرې تاسې چا سره جګړه کې اوسئ او غسه مو کړې وي نو دې حالت کې مو نور څه باندې مغز تمرکز نه کوي او ټوله نړۍ له پامه غورزوي. بله بېلګه که چېرې تاسې د کړنو لپاره لوی نوملړ جوړ کړئ او دا نوملړ مو سټرس کړي په دې اند شی چې ډېر کارونه لری نو مغز مو نوره نړۍ نه ویني. که چېرې زهن مو فکر وکړي چې سپورت مو نه دی کړی او ډېر نا راسته یې نو ستاسې د ځان په اړه دا ډول فکر یو منفي فکر دی. په دې ټولو حالتونو کې ستاسې مغز له همدې منفي فکر ورهخوا په نورې نړۍ تمرکز نه کوي او ټول تمرکز یې په منفي احساساتو ویرې، سټرس او غسه وي.
دې ته مو پام وي چې منفي احساسات بې مانا نه دي او ستاسې بقا کې اړین رول لري. د هر منفي احساساتو د تجربه کولو پر وخت ځکه ستاسې زهن په نوره نړۍ تمرکز نه کوي ځکه چې ستاسې بقا تر هر څه اړینه وي.
مثبت احساسات په مغز څه کوي ؟
فرېډ ریکسن یو اروا پوه دی او پنځه کسانو ته یې مختلف ډوله داسې انځورونه ورکړل کوم کې چې کسان په مختلفو شکلونو کې انځور شوي وو، په هر انځور کې د خوښي حالت، خنثی حالت، د وېرې حالت او د غسې حالت انځور شوی وو. اروا پوه هر انځور لرونکي کس ته د شل کرښو کاغذ ورکړ او ورته یې ووېل چې تاسې انځور ته ورته حال کې ځان تصور کړئ او بیا ولیکئ چې څه به کوئ. کومو کسانو سره چې د غسې او ویرې انځور وو تر ټولو کم لیکل یې کړي وو ؛ په دوېم ګام کې هغه کس کم لیکل کړي وو چې د خنثی حالت انځور ورسره وو خو کومو سره چې د خوښئ انځور لاس کې وو کافي متن یې په ورته حالت کې د خپل فعالیت په اړه لیکلی وو.
کله هم چې تاسې ژوند کې مثبت احساسات لکه مینه، خوښي او داسې نور احساس کوئ نو زهن مو همدومره زیات فرصت لیدلی او پلي کولای شي خو د منفي احساساتو د تجربې پر وخت په نورې نړۍ تمرکز نشي کولای. مثبت فکر او مثبت احساسات یوازې لنډمهاله نه وي بلکې تاسې وړتیاوو زده کولو ته اړ کوي کوم چې تاسې وروسته ژوند کې د سرچینې په توګه کاروئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!