Holstein Friesian – هولسټاین فریژن

د شیدو لپاره د غوییزو د نسلونو نړیوال ګروپ دی. نسل یې په فریژیا کې اخیستل شوی. د شمالي هالنډ او د جرمني له شلېس وېګ هولسټاین ترمنځ له سیمې خپاره شوي. په ټوله نړۍ کې د شیدو په بازار کې لویه ونډه اخیستونکی نسل ګڼل کیږي. تر ۱۶۰ زیاتو هیوادونو کې شته دي. د هولسټاین فریژن، فریژن، تور او سپین غوییز نومونه هم ورته اخیستل کیږي.

د امریکا له جوړېدو سره په شمالي او سوېلې امریکا کې د شیدو غوښتنه مخ په زیاتېدو شوه. د اړتیا د پوره کولو لپاره یې د جرمني ۸۸۰۰ تور او سپین غوییز امریکا ته انتقال کړل خو د ناروغیو له امله یې واردول بس کړل.

په اوس وخت کې یاد غوییز په شمالي اروپا کې د شیدو لپاره کاریږي او په سوېلې اروپا کې د غوښې لپاره کاریږي. له ۱۹۴۵ کال را په دیخوا شیدې او تولید یې ځانګړو سیمو پورې محدود شو او لامل یې د ملي زېربناو جوړول وو او دا لامل شو چې ځینې سیمو کې یوازې د غوییزو نسلونه د شیدو لپاره واخیستل شي او ځینو سیمو کې د غوښې لپاره خو تر دې مخکې به یو نسل د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل کېده.

د اروپا ډېری د شیدو لپاره غوییز د هالنډ فریژن غوییز دي خو د امریکا بیا د جرمني له هولسټاین نسل دوه رګه شوي. ځینې نسل اخیستونکو له امریکا هولسټاین او له اروپا تور او سپین غوییز خپلو هیوادونو ته وارد کړي او د شیدو لپاره یې دوه رګه کړي. په اوس وخت کې د هولسټاین نوم د سوېلې او شمالي امریکا غوییزو ته کاریږي او فریژن د اروپا پخوانیو غوییزو ته کوم چې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل. له دواړو ترلاسه شوي دوه رګه نسل ته هولسټاین فریژن نوم اخلي.


ځانګړنې
د بدن رنګ یې تور او سپین یا سور او سپین رنګ کې وي. ځینو کې درېواړه سپین، تور او سور رنګ موجود وي. کله چې سپین او تور وېښته د بدن یوې برخې کې موجود وي نو نیله ته په ورته رنګ هم بدلیږي. په یو کال کې تر ۱۰۲۲۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې ۳.۷ % شحم او ۳.۱ % پروتین موجود وي. خسکی یې د زېږېدو پر وخت له ۴۰ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. غوا یې له ۶۸۰ تر ۷۷۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي او د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۴۵ تر ۱۶۵ سانتي متره پورې قد لري. په لمړي ځل د ۱۱ او ۱۴ میاشتو عمر کې کله چې تر ۳۴۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري بلاربېدای شي خو ځینې فارمونو کې یې د ۲۱ او ۲۴ میاشتو تر منځ عمر کې بلاربوي. د بلاربښت موده یې نهه نیمو میاشتو پورې وي.


مخینه
له زېږېدیز کال څخه ۱۰۰ کاله وړاندې، له هېس یا هېسیا څخه د خلکو یو ګروپ کډوال شو او له خپلو غوییزو سره د شمالي سمندر په لور وخوځېده تر څو له فریزي قوم سره د وال، موز او راین سیندونو ترمنځ، په باتاویا ټاپو کې مېشت شي. تاریخي سندونه ښي چې د کډوالو غوییز تور او د سیمه ایزو خلکو یا فریزي قوم غوییز سپین وو. د دواړو دوه رګه کېدنې ممکن اوسني هولسټاین فریژن رامنځته کړي وي، ځکه چې له دې وروسته په سندونو کې د دواړو قومونو غوییز یو بل ته ورته یاد شوي.

د هالنډ یوه برخه کومه چې شمالي سمندر سره پوله لري د فریزیا په نامه یادېده. یاده سیمه د شمال هالنډ ولایت، د فریزلنډ ولایت او د ګرونېنجېن ولایت او په جرمني کې د اېمس سیند ترمنځ وه. د یادې سیمې خلک د غوییزو د نسل اخیستنې او ساتنې له امله مشهور وو. په دې وخت کې د روم امپراتوري په اروپا واک لره او فریزي خلکو د جګړې په ځای څرځایونه غوره وګڼل او د روم حکومت ته یې د غویانو ښکرونه او د غویانو له پوستکي جوړ چرم یې په مالیه کې ورکول پیل کړل. همداسې باتاوي قوم د روم پوځ ته دفترونه چمتو کول پیل کړل او د پوځ جامې یې ورته چمتو کولې، د روم په مختلف جګړو کې یې هم ونډه اخیستې.

په سیمه کې فریزي خلکو هڅه کړې چې د خپلو غوییزو نسل کره وساتي او له نورو نسلونو سره یې له ګډېدو وژغوري تر څو خپلې ځانګړنې له لاسه ور نه کړي او دې چاره ته یې تر ۲۰۰۰ کالو پورې ادامه ورکړې. د هالنډ په پولډر سیمه کې د غوییزو لپاره خواړه پرېمانه دي او له همدې امله پکې غوییز او د شیدو تولید پرېمانه دی. په پولډر سیمه کې له ۱۳ تر ۱۶ پېړۍ د کوچو او پنېر تولید بې کچې زیات پرېمانه وو. همداسې یې د غوښې لپاره د غوییزو وزن له ۱۱۸۰ تر ۱۳۶۰ کیلو ګرامه پورې رسېده.

نسل اخیستونکو هڅه کوله چې ډېرې شیدې او غوښه د غوییزو له یوه نسل تر لاسه کړي او خپل نسل د دواړو موخو لپاره وکاروي.


په انګلستان کې له ۱۹۵۰ لسیزې تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې د شیدو کارېدنه خورا زیاته وه او د شیدو قیمت هم د پام وړ کم وو. اوسمهال د څارویو ساتونکي فارمونه وایي چې د څارویو د ساتنې سیستم باید د کم لګښت سیستم وي تر څو د شیدو کارونه لکه پخوا زیاته او قیمت یې کم کړل شي او له همدې امله یې بیا ځلې د انګلستان د فریژن غوییزو نسل اخیستنې ته مخه کړې.

په پورته یادو شوو لسیزو کې فریژن غوییزو د انګلستان د شیدو په مارکېټ کې تر نورو غوییزو ښه ځای لره او همداسې یې سپرم او د نسل غوییز هم ډېری هیوادونو ته صادرېدل. د غویانو توپیر یې هم د شیدو لپاره د نورو نسلونو له غویانو سره دا وو چې په ۱۱ میاشتینۍ کې یې کافي وزن اخیسته او د غوښې لپاره د کارېدو وړ وو. غویان یې د وزن اخیستنې لپاره هم کومو ځانګړو خوړو ته اړتیا نه لري بلکې په وښو او نورو شنو کافي وزن اخلي او دا چاره د فارم لپاره اضافي عاید ګڼل کېده.

همداسې د ویترنري لګښت یې کم وو او له فلج کېدو سره یې مقاومت لره، نسل یې د نورو غوییزو په پرتله په کمه موده کې ډېرېده، او په شیدو کې یې کافي اندازه پروتین موجود وو.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons