Yunnan lake newt – د یونان د بند تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops wolterstorffi) دی. د تریتون په اوسمهال کې له منځه تللی ډول دی. د چین د یونان سیمې په کونمینګ بند کې پیدا کېده. په کمو ژورو اوبو کې یې ژوند کوه. له ۱۹۶۹ کال څخه را په دیخوا په طبیعي چاپېریال کې نه دی لیدل شوی. د نسل د غړو د ورکېدو لامل یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونه او ښکاري ژوي دي. په انګریزۍ کې ورته (Wolterstorff’s newt) نوم هم اخلي او یاد نوم یې د جرمني د ځمکپوه او دوه ژواکو مطالعه کوونکي (Willy Wolterstorff) له نوم څخه اخیستل شوی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | سینوپس |
Comments
So empty here ... leave a comment!