Lissotriton – لیسوتریتون

د تریتون نسل دی، د اروپا په مختلفو هیوادونو کې پیدا کیږي، د کوچنۍ اسیا په ځینې سیمو کې هم شته دي. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر خپله لاروای دوره په اوبو کې تېروي، بشپړ ودې ته رسېدلی یې په وچه کې ژوند کوي او د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته ګرځي.
دا واړه ډولونه باید په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوي وای خو فیلوجنتیک څېړنې یې دا ګروپ د پارافیلوټیک په توګه ښي. لیسوتریتون نوم په لمړي ځل په ۱۸۳۹ کې توماس بېل کارولی وروسته د کوچنۍ تنې لرونکي تریتون ډول لپاره د کوم چې علمي نوم (Lissotriton vulgaris) دی کارول شوی. تر اوسه پورې یې په پلورو ډیلیني فرعي کورنۍ کې ټاکل شوی فیلوجنتیک ځای نه دی مالوم.


ډولونه
په لیسوترتیون کې تر اوسه د تریتون لس ډولونه شامل کړل شوي. ځینې ډولونه یې د ځینو مسلکي کسانو لخوا فرعي ډولونه ګڼل شوي خو ټول مسلکي کسان پرې توافق نه لري.
د بوسکا تریتون
یونانی تریتون
د پراخو منګول لرونکی تریتون
ایټالوی تریتون
د کوسویګ هوار تریتون
د قفقاز هوار تریتون
د کارپاتیان غره تریتون

 –د شمېټلر هوار تریتون
اروپایی تریتون

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون

 

Comments

This post currently has 13 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons