Bosca’s newt – د بوسکا تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton boscai) دی پخوانی ساینسي نوم یې (Triturus boscai) وو. د ایبېریا تریتون په نوم هم یادیږي. په پرتګال او د هسپانیا په لویدیځ کې پیدا کیږي. نوم یې د هسپانیا د دوه ژواکو د مطالعه کوونکي اډوارډو بوسکا له نوم څخه اخیستل شوی.
تشرېح
د ښځې د بدن اوږدوالی یې د نر په پرتله زیات وي. کله چې له اوبو بهر ژوند کوي د ملا په اوږدو کې د مرغړیو له امله زیږوالی لري. د بدن رنګ یې نسواري، زېړ رنګه او یا تېز شین رنګه وي. د ګېډې لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. نر یې د لکۍ په څوکه کې بهر ته وتلی روښانه رنګ ته وده ورکوي. د مثل د تولید په موده کې لکه د نورو په څېر ښکارېدونکي یا لیدل کېدونکي نه وي.
د ژوند چاپېریال
تر ډېره په اوبو کې ژوند کوي. په ډنډونو کې پیدا کیږي خو د انسانانو لخوا د اوبو په جوړو شوو تنو کې هم ژوند کولای شي. د نسل غړي یې له خطر سره نه دي مخ او سیمه کې په کافي اندازه شته دي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | لیسوتریتون |