Palmate newt – د پراخو منګولو لرونکی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton helveticus) دی. په لویدیځې اروپا کې پیدا کېدونکی د تریتون ډول دی. له انګلستان د هسپانیا تر اېبریا ټاپوزمې پورې پیدا کیږي. له پنځه تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. زیتون ته ورته یا نسواري رنګ کې وي، په خپل رنګ کې د بل رنګ خالونه لري. د ګېډې رنګ یې له زېړ رنګه تر نارنجي رنګه پورې وي. په سر او مخ کې کرښې لري. د مثل تولید کوونکی نر یې د لکۍ پای کې فایبر ته ورته شکل ته وده ورکوي. په ملا کې نرم تاج ته ورته جوړښت لري او د وروستیو پښو منګولې یې د ګوتو ترمنځ پرده لري.

د ژوند لپاره چاپېریال یې ځنګلونه، ډنډونه، څرځایونه او واړه باغونه دي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی دی. په پسرلي کې چې کله د ژمي له خوب ویښ شي داسې د اوبو تنو ته د مثل د تولید لپاره ځي چېرې چې کبان نشته وي. د جنسي اړیکې لپاره له چلند خپلولو او څرګندولو وروسته نر سپرم بهر ته باسي او ښځه یې خپل مقعد کې داخلوي. لاروای بچیان یې له لاروا دورې وروسته د اېفټ یا ځواني پړاو تېروي او وروسته بشپړ ودې ته رسیږي. جنسي بلوغ ته په درې کلنۍ کې رسیږي. په وحشي چاپېریال کې تر ۱۲ کالو پورې عمر لري. د غړو شمېر یې هره سیمه کې زیات دی او د ورکېدو له خطر سره نه دي مخ.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون