Italian newt – ایټالوی تریتون
د ډول علمي نوم یې (Lissotriton italicus) دی. د ایټالیا د ګرمو سیمو په ځنګلونو او بوټو لرونکو ځمکو کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په ډنډونو کې، څر ځایونو کې، د کرنې ځمکو کې، د کلیوالو سیمو باغونو کې، کانالونو کې هم شته وي. د طبیعي ځمکو جوړښت کې د بدلون له امله او په سیمه کې د برید کوونکو ډولونو له امله یې د ډول غړي کم شوي. د ډول مخکینی ساینسي نوم یې (Triturus italicus) دی خو کله چې د (Triturus) نسل سره ووېشل شو په لیسوتریتون نسل کې ډلبندي کړل شو. تر ډېره د ایټالیا په سوېل کې پیدا کیږي او په شمالي سیمو کې ډېر کم ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | لیسوتریتون |