Kosswig’s smooth newt – د کوسویګ هوار تریتون
د ډول علمي نوم یې (Lissotriton kosswigi) دی. د اناتولیا په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. په ۱۹۵۵ کال کې په تریتوروس نسل کې شامل کړل شوی وو او د ډول مخکینی ساینسي نوم یې (Triturus vulgaris kosswigii) وو، همداسې د هوار تریتون فرعي ډول ګڼل کېده. وروسته له دې چې جنتیکي مالوماتو په ډاګه کړه چې له هوار تریتون سره ګډ پلرونه نه لري نو په ۲۰۰۹ کال کې په لیسو تریتون نسل کې د جلا ډول په توګه ډلبندي شو. تر ټولو نږدې ورسره تړاو لرونکی د یونان هوار تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی نر یې د مثل د تولید پرمهال نوې ځانګړنې پیدا کوي کوم چې د هوار تریتون له نورو ډولونه سره توپیر لري.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | لیسوتریتون |