Luristan newt – د لورستان تریتون

د قیصر تریتون، د قیصر غره تریتون، قیصر خال لرونکی تریتون، امپراتور خال لرونکی تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Neurergus kaiseri) دی. د ایران په زګروس غره کې پیدا کیږي. د ډول غړي یې ډېر کم پاتې دي او له همدې امله یې په ځینو ژوبڼونو کې د نسل اخیستنې پروګرام پیل شوی. د سیمې داسې لښتیو کې پیدا کیږي چې د وچو سیمو بوټي ترې چار چاپېره موجود وي. په ډنډونو کې هم ژوند کوي. د کال په لویه برخه کې د سیمې اوبه وچیږي او دا موده په ځنګلونو کې تېروي. تر ډېره د څېړیو او پستې د ونو په باغونو کې پټیږي. په یاده موده کې تر ډېره د ژمي خوب کوي. اوسنۍ مطالعه ښي چې د اقلیم د بدلون له امله د ایران سوېل ته هم کډوال شوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل نیورېرګوس

Share
Hide Buttons