Ommatotriton – اوماتو تریتون

کړۍ لرونکی یا کرښې لرونکی تریتون (banded newts) یې عام نوم دی. د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. په لوېدیځه اسیا او قفقاز سیمه کې پیدا کیږي. په نسل کې شامل درېواړه ډولونه مخکې په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوي وو.

ډولونه
تر اوسه یې درې ډولونه پېژندل شوي :

د شمال کړۍ لرونکی تریتون
د سوېل کړۍ لرونکی تریتون
– درېم ډول یې عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم (Ommatotriton nesterovi) پېژندل کیږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل اوماتو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons