Chinese warty newt – چینایي زخې لرونکی تریتون

په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton chinensis) دی. د چین په چونګ کینګ، هیونان، انهوي، ژېژیانګ، فوجیان، ګوانګډونګ او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. په مرکزي چین کې هم شته دي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو لانده ځنګلونه او سیندونه دي. همداسې په داسې ډنډونو کې هم شته وي کوم چې ګڼ واښه لري. نر له ښځې کمه اندازه لنډ وي. د غړو شمېر یې د طبیعي چاپېریال د ویجاړونې له امله کم شوی.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل پارامېزو تریتون

Share
Hide Buttons