Hong Kong warty newt – د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون
د هانګ کانګ تریتون نوم هم ورته اخلي. په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. په هانګ کانګ کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton hongkongensis) دی. د چین د ګوانګډونګ ولایت له سمندر غاړو سره نږدې سیمو کې هم پیدا کیږي.
که چېرې وګواښل شي نو ځان رغړوي او خپله ګېډه کې په روښانه نارنجي رنګ د زهرجنتوب پیغام لیږي او سملاسي یې بدن زهر ترشح کوي. نر یې د مثل د تولید پر مهال لکۍ کې روښانه نیله رنګ پیدا کوي. هګۍ په یو ځایي نه اچوي بلکې هره هګۍ له اچولو پس په اوبو کې په پاڼو پسې نښلوي. قانون یې ساتنه کوي او په هانګ کې یې نیول، لرل، ښکار کول جرم ګڼل کیږي.
په هانګ کانګ کې یوازینی پیدا کېدونکی یوروډېلا ژوی دی. ځینې مسلکي کسان یې د چینايي زخې لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼي خو دواړه د ژوند لپاره مختلف ډول چاپېریال کې ژوند کوي، فزیکي ځانګړنې یې هم توپیر سره لري، د ژوند سیمې یې هم سره جلا دي او له همدې امله یې ځینې مسلکي کسان له فرعي ډول سره توافق نه کوي.
له روښانه تر تېز نسواري پورې رنګ کې وي. ګېډه کې نارنجي خالونه لري. د نارنجي رنګ جوړښت یې د انسان د ګوتو نښانونو ته ورته والی لري. سر یې مثلث ته ورته شکل کې وي. د څلورواړو پښو اوږدوالی یې سره برابر وي. د منګولو د ګوتو ترمنځ پرده نه لري. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر د غاړې څنګونو کې برانشونه لري او کله یې چې بدن بدلون ترسره کړي برانشونه یې ورکیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | پارامېزو تریتون |