پایډل ته ورته لکۍ لرونکی بې خالو تریتون

په سیمه کې په مختلفو عامو نومونو یادیږي : لکه د انټرشټاین تریتون، پڅ بې څوکې بې خالو تریتون، بې خالو هوار زخې لرونکی تریتون، د ژاو اېرمي هوار زخې لرونکی تریتون، پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton labiatus) دی.

هواره پراخه شوې تنه او پایډل ته ورته لکۍ لري. رنګ یې له روښانه نسواري، تېز نسواري تر تور پورې وي. ګېډه کې یې د نارنجي رنګ کرښې یا خالونه موجود وي. پوستکی یې ډېر نرم او ترشح کوونکی وي. لنډې پښې لري. د بوي او لید په زریعه خواړه پیدا کوي. په کوم چاپېریال کې چې ژوند کوي هلته یې خواړه ډېر کم پیدا کیږي او له همدې امله تر څو اونیو پورې بې خوړو ژوند تېروي خو که چېرې بند ځای کې وساتل شي باید په دومداره توګه تغذیه شي. په وحشې چاپېریال کې یې عمر تر اوسه نه دی مالوم خو په بند ساتل شوي ځای کې تر ۲۰ کالو پورې ژوند کولای شي.

د بل تریتون د پام جلبول د لکۍ په خوځښت کوي. برید کوونکی چلند لري او که چېرې بل کوچنی تریتون پیدا کړي سملاسي یې خوري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل پارامېزو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons