Italian crested newt – د ایټالیا تاج لرونکی تریتون

په تریتوروس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus carnifex) دی. د بالکان په ځینو برخو او ایټالیا کې پیدا کیږي. د کال تر څلورو میاشتو پورې موده د مثل د تولید لپاره په اوبو کې تېروي. په فعاله توګه لامبو وهلی شي او له همدې امله په ژورو اوبو کې ژوند کوي. د اروپا په شمال کې چېرې چې هوا تر نورې اروپا ډېره سړه ده د ژوند لپاره د اوبو ډنډونه خوښوي. د فېبروري او مې میاشت کې اوبو ته ځي او د جولای او اکتوبر تر منځ بېرته وچه کې ژوند پیل کوي. په ګرمو سیمو کې یوازې په جولای کې دوه اونۍ اوبو ته د مثل د تولید لپاره ځي او دوه اونۍ پس بېرته وچه کې ژوند پیل کوي.

د سیمو سړه هوا یې د بدن په کچې مستقیم اغیز لري او دواړه نر او ښځه یې د ګرمو سیمو په پرتله واړه وي. خو په سړو سیمو کې یې ښځه غټ اوسیت او د هګیو غټه کیسه لري او له همدې امله د نر په پرتله بدن کې غټه وي.

بشپړ ودې ته رسېدلی یې معمولا په پوستکي سا اخلي خو خپل سږي هم د سا اخیستنې لپاره کاروي. په سږو تر ډېره هغه وخت کې سا اخلي کله چې اوبو کې اکسیجن کم وي او یا چې کله دروند فعالیت کوي لکه ځان تغذیه کول، د مثل تولید کول او یا نر او ښځه د جنسي اړیکې لپاره جوړه کېدل.

که چېرې یې وینه کمه شي د وینو د حجرو له اړتیا پرته سا اخیستلای شي. له وینې کمېدو دوه اونۍ وروسته د حجرو یوه غنچه جوړوي او یادې حجرې په بدن کې د وینې د موجودو سرو حجرو په بیا احیا کېدو کې رول لوبوي. په ژمي کې یې بدن په وینه کې پرولکټین پرېږدي کوم چې یاد تریتون د اوبو چاپېریال تلو ته اړ کوي او د سودیم د ایونونو فعال لېږد کموي. په اوړي کې یې بدن د الډوسټېرون له امله انزایمي فعالیت زیاتوي او د ایون د ټرانسپورټ د کمېدو لامل کیږي.

د تریتون له نورو ډولونو سره د سیالي د مخنیوي لپاره په ژورو اوبو کې د مثل تولید کوي. د شپې لخوا فعال وي. غټ بدن یې د تریتون د هغو ډولونو د ښکار وړتیا ورکوي کوم چې تنه کې واړه دي. کومې ښځې یې چې د مثل تولید کوي په دقیقه توګه د خپل بدن تودوخه تنظیموي او همداسې تر هغو ښځو چې د مثل تولید نه کوي زیاته تودوخه غوره ګڼي.

په کوم چاپېریال کې چې ژوند کوي د صنعتونو لخوا د کاډیم عنصر د کثافاتو په توګه غورزول کیږي، یاد عنصر د ککړتیا لامل کیږي او ککړتیا یې د ادرېنال مرغړیو په فعالیت اغیز کوي. همداسې که چېرې نونیل فېنول ته څرګند شي نو د کورټي کوسټېرون او الډوسټېرون هورمونونو تولید پکې کمیږي کوم چې سټرس ته د غبرګون لپاره اړین دي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تریتوروس

Sidebar



Share
Hide Buttons