Marbled newt – مرمر تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Triturus marmoratus) دی. د لوېدیځې اروپا په اېبېرین ټاپوزمه او فرانسه کې پیدا کیږي. په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. تل هڅه کوي چې داسې ځای کې وي چېرې چې په اسانۍ پنا ځای موندلی شي. د ژوند لپاره چاپېریال یې موقتي وي او د سیمې له اقلیم بدلېدو سره نور نشته وي لکه د اوبو ډنډونه کوم چې په تودو میاشتو کې وچیږي او مرمر تریتون دې ته اړ کوي چې په وچه کې ژوند پیل کولو سره ځان بلد کړي. د نسل کوم غړي یې چې د مدیترانې له سیمې سره نږدې دي د فرانسې د غړو په پرتله ژر بلوغ ته رسیږي. په مدیترانه کې د موسم د بدلېدو له امله یې بلوغ ته د رسېدلو مړینه د نورو سیمو په پرتله ډېره ده.
د بدن رنګ یې تور او شین وي. د ګېډې رنګ یې تور او په تور رنګ کې سپین خالونه لري. د ښځې په ملا کې د لکۍ تر پایه پورې نارنجي کرښه موجوده وي. واړه بچیان یې هم نارنجي کرښه لري خو نر یې چې کله نهه میاشتو ته ورسیږي یاده کرښه پکې ورکیږي. د مثل د تولید په موده کې یې د نر په ملا کې او د لکۍ تر پایه پورې تاج وده کوي. اوږدوالی یې له ۱۳ تر ۱۷ سانتي متره پورې رسیږي.
په پسرلي کې د مثل د تولید لپاره اوبو ته کډوال کیږي او د کډوالۍ پر مهال یې ښکاري ژوي ښکار کوي. له خپل استوګنځای تر ۱۶۰ متره لرې تګ نه کوي. کله هم چې کډوال کیږي تر ډېره په بوټو او ونو کې تګ کوي تر څو په اسانۍ پنا ځای پکې وموندلی شي.
د هرې سیمې اقلیم یې د هډوکي د جوړښت په غلظت اغیز لري. لکه د نورو دوه ژواکو په څېر په پسرلي او اوړي کې د ودې پړاو تجربه کوي او ورپسې په ژمي کې یې وده دریږي. په فېبروري کې د مثل تولید کوي او له هګیو یې لاروای بچیان د مارچ په پای کې پیدا کیږي. د اپرېل له پیل تر د جون پای پورې یې بدن بدلون مومي. له جولای تر سپتمبر پورې د اوړي تودوخه چې کله سیمه کې زیاته شي د مثل د تولید لپاره یې موجود ډنډونه وچیږي. په دې موده کې یې فعالیت کمیږي او کله چې د اګسټ په پای کې بیا ځلې بارانونه ووریږي نو بېرته په فعالیت پیل کوي.
دخپلو ډنډونو ادرس د اساماني نښو له مخې پیدا کوي او که چېرې هوا خړه وي نو تر هغې پورې نه کډوال کیږي تر څو بیا ځلې اسمان نه وي شین شوی. له دې پرته ممکن د ځمکې نښې او د ډنډونو بوي د ډنډ پیدا کولو لپاره وکاروي. ځینې وخت کې د هغو چونګښو غږ باندې ډنډ پیدا کوي کوم چې له تریتون سره د اوبو ګډ چاپېریال لري. د غوږونو بهرنی جوړښت یې پېچلی نه دی تر څو غږ ته پرې پروسېس ورکړي خو داخل کې یې سیستم د غږ پېژندلو وړتیا لري.
نر یې د مثل د تولید لپاره غټه ښځه خوښوي. ښځې یې په تنه کې له نر غټې وي او همداسې د نر په پرتله زیات عمر کوي. ښځه یې د نر په پرتله ژر جنسي بلوغ ته رسیږي. ښځه یې د مثل د تولید لپاره نر د تاج له مخې خوښوي، که چېرې یې تاج ډېر لوړ وي د ښځې د خوښې وړ کیږي. نر یې خپله تنه کې مرغړي لري کوم چې د کیمیاوي توکو مالیکول خپروي او یاد مالیکول یې ښځه نر ته د مثل د تولید لپاره جذبوي.
د هګیو اچولو لپاره یې وخت او ځای دواړه ښځه ټاکي او نر پکې واک نه لري. هر وخت د هګۍ اچولو لپاره ځای بدلوي او په دې چاره د بچیانو د مړینې د کمېدو هڅه کې وي. په خپلو وروستیو پښو خپله هره هګۍ په ډېر پام سره د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. مخکې تر دې چې هګۍ په پاڼه کې پټه کړي لمړی د پاڼې تفتیش کوي. ځینې وخت یې د هګۍ اچونه او پاڼې پسې د نښلولو هڅه له ماتې سره مخ کیږي او یا هم مخکې له مخکې بله هګۍ پکې شته وي. د هګۍ اچونې او په پاڼه کې نښلونې چاره یې د سا اخیستنې بهیر کې هم خنډ رامنځته کوي خو که ډېر وخت ونیسي نو په پاڼې پسې نښلول یې بس کوي او د سا اخیستنې لپاره د اوبو سطحې ته تګ کوي.
د نسل د کمېدو له امله یې هڅې پیل شوي چې د ژوند لپاره د چاپېریال ساتنه یې وشي او د نسل غړي یې له مړینې وساتل شي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تریتوروس |