Southern marbled newt – د سوېل مرمر تریتون
د لنډي مرمر تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus pygmaeus) دی. په پرتګال او هسپانیا کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې، د مدیترانې سیمې ته ورته بوټو کې، سیندونو کې، ډنډونو کې، د کلیوالو سیمو په باغچو کې او څر ځایونو کې ژوند کوي. مخکې ګمان کېده چې د مرمر تریتون فرعي ډول دی خو له جنتیکي مطالعې وروسته د جلا ډول په توګه ډلبندي شو.
په فزیکي توګه مرمر تریتون ته ورته والی لري خو په تنه کې له مرمر تریتون کوچنی دی. بشپړ ودې ته رسېدلی یې تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ملا رنګ یې زېړ رنګه شین او تور وي. له سر د لکۍ پایه پورې نرۍ نارنجي کرښه لري. د ګېډې رنګ یې کریمي سپین او تور وي. د مثل د تولید په موده کې یې د نر په ملا کې تاج وده کوي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تریتوروس |