Black knobby newt – تور موړې لرونکی تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton asperrimus) دی. په چین او وېتنام کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو، د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې پیدا کیږي. د غرنیو سیمو د ځنګلونو په اوبو کې د ژوند یوه برخه تېروي. د بې کچې زیاتې ځنګل وهنې له امله یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ شوی او دې چارې یې د نسل د غړو شمېر کم کړی. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۱۵ سانتي متره پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |