Ngoc Linh crocodile newt – د نوک لېن کروکوډایل تریتون
د ډول ساینسي نومی (Tylototriton ngoclinhensis) دی. د مرکزي وېتنام په لوړو سیمو کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۲۰۱۸ کې موندل شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د تریتون د ډول په توګه تشرېح شوی. د ژوند لپاره چاپېریال یې په ډېره کوچنۍ سیمه کې دی او له همدې یې د غړو شمېر د کمېدو له ګواښ سره مخ دی. د نوک لېن غرونو د اوبو له تنو سره نږدې په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې نارنجي او تور ته ورته نسواري وي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |