Tylototriton panhai
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. په تایلنډ او لاوس کې پیدا کیږي. تر ۲۰۱۳ کال پورې د امپراتور تریتون د ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال د جلا ډول په توګه ډلبندي شوي. د ساینسي نوم دوېمه کلیمه (panhai) یې د تایلنډ بیولوجي پوه (Somsak Panha) له نوم اخیستل شوی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |