Pleurodeles – پلوروډېلز
د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. غړو ته یې عامه ژبه کې پوښتۍ لرونکي تریتون (ribbed newts) نوم اخیستل کیږي. د ایبېرین ټاپوزمې تریتون یې تر ټولو عام دي او تر ډېره یې ساینسپوهان هم د مختلفو موخو لپاره کاروي خو په وحشي چاپېریال کې یې نسل ډېر کم شوی. نور دوه ډولونه یې په وحشي چاپېریال کې د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د غړو د شمېر د کمېدو لاملونه یې کرنه، څر او ککړتیا ده.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | پلوروډېلز |
ډولونه
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه |
---|---|---|---|
Pleurodeles nebulosus | د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون | الجزایر او تونس | |
Pleurodeles poireti | اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون | د الجزایر شمال ختیځ | |
Pleurodeles waltl | ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون | د ایبېرین ټاپوزمې مرکز او سوېل، مراکش |