Edough ribbed newt – اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون
د پوایرېټ تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles poireti) دی. په پلوروډېلز نسل کې د تریتون یو ډول دی. د الجزایر په شمال ختیځ کې، په اېډو غرونو کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په سیندونو او ډنډونو کې ژوند کوي. مخکې د الجزایر پوښتۍ لرونکي تریتون ګڼل کېده خو وروسته ترې جلا شو.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | پلوروډېلز |