Euproctus – اوپروکتوس
د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. عام نوم یې د اروپا غرنی سالامانډر دی. د ایټالیا په سردینیا او کورسیکا ټاپوګانو کې پیدا کیږي. مخکې د پیرینې د لښتیو تریتون هم پکې شامل وو خو اوسمهال په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شوی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | اوپروکتوس |
ډولونه
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه |
---|---|---|---|
Euproctus montanus | د کورسیکا د لښتیو سالامانډر | کورسیکا | |
Euproctus platycephalus | د سردینیا د لښتیو سالامانډر | د ایټالیا سردینیا |