Madame de Beaumer – د بومېر اغلې

په ۱۷۲۰ کال کې زېږېدلې او په ۱۷۶۶ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته او د ۱۷۶۱-۱۷۶۳ کلونو ترمنځ د مېرمنو د ورځپاڼې ریسه وه. دا چې ولې یې د بومېر اغلې نوم ورته اخیسته په اړه یې مالومات نشته او همداسې یې د شخصي ژوند په اړه کوم مالومت نه دي موندل شوي خو ویل کیږي چې اصلیت یې د هالنډ وو. په کال ۱۷۶۱ کې یې “د مېرمنو ورځپاڼې” په نوم رسنۍ واخیستله او له یوې بې زیانه رسنۍ یې په یوې افراطي فیمنسټې رسنۍ بدله کړه.

د فېمینزم د افراطي نظرونو له امله پېژندل شوې څېره وه. همداسې په فرانسه کې لمړۍ لیکواله ښځه ده چا چې د ښځو د تعلیم، مسلکي کار او مستقل ژوند په اړه په رسنیو کې لیکنې خپرې کړي. په لیکنو کې یې د وخت د دودونو پر ضد بې کچې افراطي او برید کوونکې ژبه کاروله. په کال ۱۷۶۳ کې یې خپله رسنۍ د مېزونف په کترین میشېل وپلورله.

Sidebar



Share
Hide Buttons