Pauline de Meulan – د مولان پولین

د ۱۷۷۳ کال د نومبر په دوېمه نېټه پیدا شوې او د ۱۸۲۷ کال د اګسټ په ۱ مړه شوې. د فرانسې لیکواله او جورنالسته وه. له ژان ژک روسو وروسته دوېمه د اخلاقو فیلسوفه ګڼل کیږي. پلار یې د مولان چارلز د وخت د پاچا مشاور تېر شوی وو او د سټرس له امله د فرانسې په انقلاب کې مړ شوی وو. کورنۍ یې د انقلاب پر مهال د خپلې شتمنۍ لویه برخه له لاسه ورکړې وه او له همدې امله د مولان پولین په لیکنو پیل وکړ تر څو له دې لارې د کورنۍ نفقه پوره کړي.

په ۱۷۹۹ کال کې یې د ژان باتیست انتوان سوارد په مرسته د پوبلیسیست په نامه رسنۍ کې لیکنې پیل کړې او همداسې په ۱۷۹۹ کې د ناولونو لیکل هم پیل کړل او په همدې کال کې یې د “تضادونه” په نامه ناول چاپ شو کوم چې د فرانسې له انقلاب وروسته د یوه ځوان په اړه وو. ورپسې یې د “اېما کورټني کیسه” په نامه ناول کوم چې په انګرېزۍ ژبې مېري هېز لیکلی وو فرانسوي ته وژباړه.

په ۱۸۱۲ کې له فرانسوا ګیزوت سره واده وکړ له چا چې عمر کې څوارلس کاله مشره وه او له واده پس یې په ګډه په مختلفو موضوع ګانو لیکنې پیل کړې چې په دې کې یوه موضوع “کلنی پوهنیز ارشیف یا یادون” وه.

Sidebar



Share
Hide Buttons