Marie-Emilie Maryon de Montanclos – د مونتانکلوس ماري ایمېلي ماریون

په کال ۱۷۳۶ کې زېږېدلې او په کال ۱۸۱۲ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته، شاعره او د ډرامو لیکونکې وه. د ۱۷۵۹–۷۸ کلنو ترمنځ “د مېرمنو د ورځپاڼې” ریسه وه. کله یې چې د مېرمنو ورځپانه واخیستله نو هڅه یې وکړه چې فېمینېزم ته وده ورکړي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لار هواره کړي. د ورځپاڼې له پلورلو وروسته له ۱۷۸۲ تر ۱۸۰۴ پورې په وېرسی کې د مونتانزیر تیاتر ریسه شوه او د خندونکو ډرامو په لیکلو یې پیل وکړ.

د فرانسې په سوېل کې د اېکس ان پروانس سیمه کې زېږېدلې وه. لمړی مېړه یې مړ او له دوېم مېړه یې په کال ۱۷۷۴ کې طلاق اخیستی وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons